د کابل ظاهر اسد لوبډلې د افغانستان زونونو فوټسال اتلانو سياليو اتلولي وګټله

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۲۲:۱
د کابل ظاهر اسد لوبډلې د افغانستان زونونو فوټسال اتلانو سياليو اتلولي وګټله

د افغانستان زونونو فوټسال اتلانو سياليو پايلوبه د ديار سنايي غزنه او ظاهر اسد لوبډلو ترمنځ وشوه، چې ظاهر اسد د ۳ - ۴ ګولونو په توپير خپلې سيالې لوبډلې ته ماته ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.

د دغو سياليو په پايلوبه کې د هېواد د ورزش ادارې او فوټبال فدراسيون فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدران، دالمپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست ورزشي مشاور قاري حيات الله رحماني، د المپيک چارو رييس داد محمد پاينده اختري، د فوټبال ملي فدراسيون رييس محمد يوسف کارګر، د فوټسال کمېټې مسوولينو او له استراليا څخه د مهاجرينو فوټبال منتخبې لوبډلې ګډون کړی وو.

دغه سيالۍ د روان کال د وري مياشتې پر ۳۱مه د اته لوبډلو په ګډون پيل شوې وې، چې په پايله کې يې لومړي او دويم مقام ګټونکو لوبډلو د افغانستان فوټسال غوره ليګ سياليو ته لار ومونده.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۸/۸ - ۱۷:۱۲
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۵/۸/۸ - ۱۷:۷
Background image

میدان وردګ؛ سیدآباد ولسوالۍ کې د کې‌ون کېک بوکسېنګ ۴۰ ورزشکارانو ته دارتقأ کمربندونه ته ورکړل شول

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د کېک بوکسېنګ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د کېک بوکسېنګ ۴۰ ورزشکارانو ته د ارتقأ بېلابېل کمربندونه. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۸ - ۱۷:۵
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د مرکزي حوزې منتخبې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS