د هاکي ملي فدراسیون اړوند د بېس‌ بال ورزش ۲۱ کسیزه لوبډله ایران ته روانه شوه

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۲ - ۱۹:۱۳
د هاکي ملي فدراسیون اړوند د بېس‌ بال ورزش ۲۱ کسیزه لوبډله ایران ته روانه شوه

د افغانستان د هاکي ملي فدراسیون اړوند د بېس‌ بال ورزش ۲۱ کسیزه لوبډله، د لویدیځې اسیا بېس بال کپ سیالیو کې د ګډون په موخه نن(یکشنبه) ایران ته روانه شوه.

یادې لوبډلې ته د مخه ښې په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې، فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ د ښې استازولۍ سپارښتنه وکړه او په دغو سیالیو کې یې د ښه ځلېدو او تجربو حاصلولو هیله وکړه.

دغه سیالۍ د ایران په کوربه‌توب، د تهران په کرج ښار کې د اووه هېوادونو په ګډون د روانې میلادي میاشتې پر ۱۵مه پیلېږي او تر ۲۱مې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۵:۵۳
Background image

بلخ؛ کلدار ولسوالۍ کې د ۵۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د ۵۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۵:۵۱
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ۶۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شورتپې ولسوالۍ کې د ۶۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۵:۵۰
Background image

میدان وردګ؛ مرکزي زندان کې د درېیوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکزي زندان کې د درېیوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د وردګ پوهنتون لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS