کابل کې د ۲۷۵ ورزشکارانو ترمنځ د کابل ښار د نویو ځوانانو د سوک وهنې ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۲۳:۴۰
کابل کې د ۲۷۵ ورزشکارانو ترمنځ د کابل ښار د نویو ځوانانو د سوک وهنې ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د سوک وهنې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد فدراسیون په ورزشي جمنازیوم کې د کابل ښار له څلورو زونونو د ۲۷۵ ورزشکارانو ترمنځ د کابل ښار د نویو ځوانانو د سوک وهنې ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې، چې یوه اونۍ به دوام وکړي.

دغه سیالۍ به په دیارلسو بېلا بېلو وزني کټګوریو کې ترسره شي، چې په پایله کې ۲۶ غوره ورزشکاران به د کابل ښار د نویو ځوانانو د سوک وهنې منتخبې لوبډلې ته وټاکل شي.

د یادو سیالیو موخه د کابل ښار د نویو ځوانانو د سوک وهنې منتخبې لوبډلې جوړول دي، چې یاده لوبډله به د سوک وهنې ملي لوبډلې ټاکنیزو سیالیو ته هم ولوبیږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۱:۱۹
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د پانکریشن فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له دوکلبونو د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۱:۱۸
Background image

کندز کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او د یاد ولایت د زندانونو چارو د سمون ریاست په ګډه همغږي او د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په مرکزي زندان کې د اتو لوبډلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۹:۵۰
Background image

BACK TO NEWS