کابل کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو نویو ځوانانو دولسم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۵۲
کابل کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو نویو ځوانانو دولسم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د تکواندو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار له ۲۰ ورزشي کلبونو څخه د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو نویو ځوانانو دولسم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې، چې دوې ورځې به دوام وکړي.

دغه سیالۍ به د نویو ځوانانو په عمري کټګورۍ او په ۱۰ بېلا بېلو وزني کټګوریو کې ترسره شي، چې په پایله کې به ۴۰ غوره ورزشکاران د کابل ښار د تکواندو نویو ځوانانو منتخبې لوبډلې ته وټاکل شي.

د دغو سیالیو په پرانیستغونډه کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق، د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د یاد ریاست په پوهنتونو، ښوونځیو او مدرسو کې ورزش ته د ودې ورکولو رئیس داد محمد ناوک، د تکواندو ملي فدراسیون د رهبري غړو او ورزشکارانو ګډون کړی وو.

په دغو مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس احمد الله وثیق د کابل ښار د تکواندو نویو ځوانانو سیالیو کې د غوره ورزشکارانو د موندنې په موخه د دغه ډول سیالیو په ترسراوي خوښي څرګنده کړه او د ورزشکارانو د بریا غوښتونکی و.

همدارنګه ښاغلي وثیق ټینګار وکړ، چې د هېواد ورزش ادره په همدې هڅه کې ده؛ ترڅو ورزش په ټول هېواد کې وده وکړي او د ورزشکارانو ملاتړ د ورزش ادارې یو له مهمو لومړیتوبونو څخه دی.

یادې سیالۍ به د کابل ښار د تکواندو نویو ځوانانو منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو د موندلو او د المپیک تکواندو ځوانانو په سیالیو کې د نثار احمد عبدالرحیم‌زي له لوري افغانستان ته د لومړي مډال را وړولو په ویاړ ترسره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۹:۵
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۹:۴
Background image

د بادغیس ولایت د فوټبال لوبې ځانګړی مینوال ماشوم محمد عثمان، چې په خواله رسنیو کې یې ویډیو خپره شوې وه

د بادغیس ولایت د فوټبال لوبې ځانګړی مینوال ماشوم محمد عثمان، چې په خواله رسنیو کې یې ویډیو خپره شوې وه. د ورزش ادارې د رئیس مولوي احمد الله وثیق له خوا کابل ته راغوښتل شوی او دلته په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۹:۲
Background image

پکتیا؛ په مرکز ګردېز ښار کې د جمناستک سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د جمناستک فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ګردېز ښار منور کلب کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستک دوستانه سیالۍ وشوې.

دا. . .

BACK TO NEWS