الاتحاد د سعودي عربستان فوټبال غوره لیګ اتلولي وګټله

د سعودي عربستان فوټبال غوره لیګ ۳۳مې اوونۍ پر دوام؛ الاتحاد د ۳ – ۲ ګولونو په توپیر الشباب ته ماته ورکړه او د لسم ځل لپاره یې د دغه لیګ اتلولي خپله کړه.
په دغې سیالي کې د الاتحاد فرانسوي لوبغاړی موسی دیابي دوه ګولونه او هالنډي لوبغاړي اسټفان برګویین یو ګول وواهه.
په ورته مهال کې د دغه لیګ په بله سیالۍ کې القادسیه د ۳ – ۱ ګولونو په توپیر العروبه ته ماته ورکړه.
دغه لیګ د ۱۸ لوبډلو په ګډون ۳۳ اوونۍ مخکې پیل شوی و او یوه اوونۍ به نور هم دوام وکړي.