ننګرهار؛ شینوارو ولسوالۍ کې د ٤٨ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شینوارو ولسوالۍ کې د ٤٨ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سادات زلمیو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د سادات زلمیو او قومېزي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه سادات لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو نهو اورونو کې یې د دوو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٥٥ منډو هدف وټاکه. قومېزي لوبډلې د هدف په تعقیب کې د اوو ویکټو په زیان ١١٥ منډې وکړې او د ٣٩ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې چې یوه میاشت یې دوام وکړ.