له کابل څخه پکتیکا ته د بایسکل ځغلونې سیالۍ
د بایسکل ځغلونې ټیم پنځه غړي وروسته له هغه د هیواد ولایتونو ته لاړل چې د بدنی روزنی او سپورت چارواکو سره خدا حافظی وکره.
ټاکل شوې دغه ورزشکاران د میدان وردګو له لارې غزني ، پکتیکا ، پکتیا او لوګر ولایتونو ته هم سفر وکړي.
ورزشکارانو وویل چې د دوی د سفر هدف د سپورت پیغام د افغانانو ترمینځ د سولې او ملي یووالي په توګه رسول دي.
د بدنی روزنی او سپورت عمومي ریاست او د المپیک کمیټې مشر نظرمحمد مطمین د ورزشکارانو سره د وداع په مراسمو کې وویل چې د سپورت ریاست هوډ لري چې ورزشکارانو ته بشپړ ملاتړ چمتو کړي.
هغه په ټولو هیوادوالو غږ وکړ چې خپل ماشومان د بایسکل چلولو ته وهڅوي ترڅو په کابل کې د ککړتیا مخه ونیسي.
