ميدان وردگ؛ تنگي سټار لوبډلې د واليبال اختريزو سياليو اتلولي وگټله

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۱۲:۶
ميدان وردگ؛ تنگي سټار لوبډلې د واليبال اختريزو سياليو اتلولي وگټله

د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري او د عصمت الله رسولي په مالي ملاتړ د چک ولسوالۍ په چک بند تفريحي سيمه کې د ۸۰ لوبډلو ترمنځ د "ستورو د رڼا" په نوم د واليبال اختريزې سيالۍ، د تنگي سټار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې تنگي سټار لوبډلې خپلې سيالې شاهد بدلون لوبډلې ته د ۳ پر ۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

د ويلو وړ ده، چې يادو سیالیو اووه ورځې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته ۳۰٫۰۰۰ زره افغانۍ او دويم مقام گټونکې لوبډلې ته ۱۰٫۰۰ زره افغانۍ د انعام په توگه ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۸:۵۵
Background image
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۵:۲۹
Background image

کندز کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز امام بخاري ښارگوټي کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې شاوخوا دوې نيمې مياشتې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۲:۲۴
Background image

ارزگان؛ چهارچینو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختريزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د ارزگان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چهارچینو کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختريزې شپنۍ سيالۍ، چې يوه اوونۍ. . .

BACK TO NEWS