هلمند؛ مارجې ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختريز جام سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۹:۴۶
هلمند؛ مارجې ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختريز جام سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د مارجې ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ شپږم پړاو اختريز جام سيالۍ، چې يوه اونۍ مخکې پيل شوې وې د پوپل B لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه د پوپل B او گربز اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه پوپل B لوبډلې وگټله او لومړی یې د توپ وهنې پریکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۲۰۳ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې گربز اتلانو لوبډلې ۱۸۰ منډې وکړې او لوبه يې د ۲۳ منډو په توپير وبايلله.

د يادو سياليو موخه د مارجې ولسوالۍ ځوانانو لپاره د سالمې تفريح برابرول وو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۵۵
Background image

پکتیکا؛ په چهابران ولسوالي کي د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدي روزنې او ورزش امریت اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري په چهابران ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ، چې ۱۶ ورځې مخکې پیل شوې وې، پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۵۰
Background image

پکتیکا؛ په مټاخان ولسوالي کي د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدي روزنې او ورزش امریت اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري په مټاخان ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ، چې دوه اوونۍ په دوام وکړي پیل شوې.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۴۸
Background image

بلخ ؛ په کلدار ولسوالۍ کې د ١٥ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کلدار ولسوالۍ کې د ١٥ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ تر سره شوې.

د دغو سياليو په پايلوبه. . .

BACK TO NEWS