پکتیا کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر ټاکنیزې سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د سنوکر فدراسیون د استازولۍ له لوري د گردېز ښار په پکتیا سنوکر کلب کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر ټاکنیزې سیالۍ وشوې.
دغه سيالۍ، چې د نویو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوریو کې ترسره شوې، په پايله کې ۱۲ تنه ورزشکاران د پکتیا منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
د يادو سياليو موخه د پکتیا منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو ته موندل وو، چې دوې ورځې يې دوام وکړ.