دایکندي؛ اشترلي ولسوالۍ کې د ۱۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ وشوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۱:۲۰
دایکندي؛ اشترلي ولسوالۍ کې د ۱۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ وشوې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ځغاستې اتلتيک فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اشترلي ولسوالۍ کې د ۱۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځوانانو په عمري کټګورۍ کې د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

د دغو سياليو په پايله کې موسی لومړی، فتاح دويم او مرتضی بيا درېيم مقام ترلاسه کړ.

د يادو سياليو موخه د ځغاستې لوبو ته وده ورکول و، د سياليو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۳:۴۳
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د او- سپورټ سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو او- سپورټ سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۳:۴۰
Background image

زابل؛ شینکي ولسوالۍ کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې ۳۵ تنو خپلو سیالانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۳:۳۸
Background image

کاپیسا کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د قلاه نو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په ياد ولايت کې د اسيا اوولس کلنو اتلانو د ملاتړ په نوم د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ، چې څو. . .

BACK TO NEWS