په ننګرهار ولايت د پهلوانۍ فدراسيون له لوري د پهلواني درې ورځنۍ سيالۍ چې شاوخوا سلو تنو پهلوانانو ګډون درلود نن پاي ته ورسيد .

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۰/۸/۲ - ۸:۵۶
په ننګرهار ولايت د پهلوانۍ فدراسيون له لوري د پهلواني درې ورځنۍ سيالۍ چې شاوخوا سلو تنو پهلوانانو ګډون درلود نن پاي ته ورسيد .

نن د جمعې مبارکه ورځ د جلال اباد ښار فوتبال ستديوم کې د ننګرهار پهلوانۍ فدراسيون له لوري د شاوخوا سلو تنو پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ ترسره شول ، چې سلګونو د ورزش مينوالو هم کډون درلود د ننګرهار د بدنې روزنې نوى رٸيس نوراحمد حبيبى نوموړي سياليو ته د ګډون پرمهال د پهلوانى فدراسيون له مشرانو او استادانو څخه د مننې تر څنګ ډاډ ورکړل چې ، هڅه کوم تر څو په ننګرهار ولايت کې شته ستونزى حل کړم او ورزشکاران د سيالۍ زمينې برابره کړم ، تر څو د هيواد په کچه ځانګړۍ ځاى خپل کړي او بهرنيو سياليو لپاره لاره پيداکړي او هيواد ته وياړ را اوبښې ، د پهلوانۍ فدراسيون مشرانو له لوري ښاغلي حبيبى ته د اعزاز لونګۍ هم پر سرشول او ورزشکارانو ورته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړل .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۸:۳۵
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزمې او ورزش آمریتدلهدلوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې د استاد نادرخان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۸:۳۲
Background image

زابل کې د ٢٥ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همغږۍ، د اتلتیک ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې.

دا سيالۍ په ۴۰۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۸:۳۰
Background image

کابل کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د پنګ پانګ څوارلسم پړاو سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د پنګ پانګ ملي فدراسیون له لوري او د افغان سرې مياشتې ټولنې په مالي ملاتړ د کابل ښار له تعليمي مرکزونو، موسېسو او بنسټونو د ۷۰ ورزشکارانو. . .

BACK TO NEWS