پروان کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د صداقت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
جمعه ۱۴۰۴/۴/۱۳ - ۱۱:۹
پروان کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د صداقت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د پروان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د ځوانانو او محصلينو د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ، چې يوه اوونۍ مخکې پیل شوې وې د صداقت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې صداقت لوبډلې خپلې سیالې ذوالفقار لوبډلې ته د ۳/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د فوټسال ورزش ته وده ورکول او د لوبغاړو ترمنځ يووالی رامنځته کول و؛ د سياليو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۸/۸ - ۱۷:۰
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې پنځه اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۸ - ۱۶:۵۸
Background image

زابل؛ شینکۍ ولسوالۍ کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې د لوړې شینکۍ ورزشکارانو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۸ - ۱۶:۵۶
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې ۱۴ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې زړور ګام. . .

BACK TO NEWS