زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د استقلال الف لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې استقلال الف لوبډلې د ۲/۰ ګولونو په توپیر خپلې سیالې شاهین الف لوبډلې ته ماتې وررکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې درې اوونۍ یې دوام وکړ.