ننګرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۸:۱۲
ننګرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د عمري ټایګر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د بهیر ابراهیم خیل او عمري ټایګر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه بهیر ابراهیم خیل لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د شپږو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۴۲ منډو هدف وټاکه. عمري ټایګر لوبډلې ټاکلی هدف د څلورو ویکټو په زیان د لوبې په اووم اور کې ترلاسه کړ او د اتو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې بوختیا په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته یو عراده موټرسایکل د ډالۍ په توګه ورکړل شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۰:۵۴
Background image

دایکندي؛ مرکز نیلي ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدارسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز نیلي ښار کې د پوهتنون محصلینو د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې.

د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۰:۵۰
Background image

بلخ؛ دولت اباد ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د قرقین لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په مرسته او د دولت اباد ولسوالۍ ورزشي مسؤل له لوري په یادې ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د قرقین لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۰:۲۵
Background image

د ورځنیو تازه ورزشي خبرونو لپاره زموږ فيسبوک پاڼه وڅارئ!👇

د ورځنیو تازه ورزشي خبرونو لپاره زموږ فيسبوک پاڼه وڅارئ!👇

#لينك👇

https://www.facebook.com/share/17KE25kGdA/

BACK TO NEWS