د کابل ښار په کلپونو کې د وزن پورته کولو سیالۍ ترسره شوې

Afzal-af
پنجشنبه ۱۴۰۰/۸/۶ - ۸:۳۹
وزن برداری

 دغه سيالۍ د کابل ښار د کلپونو د ورزشکارانو په ګډون د يوې ورځې لپاره د بدني روزنې او ورزش د عمومي رياست د وزن پورته کولو په زال کې ترسره شوې. د وزن پورته کولو د فدراسیون  مسؤل میر عبدالغفور رسولی د معلوماتو له مخې دغه سیالۍ چې د سولې کپ تر نامه لاندې ترسره کیږي، د دغه پړاو سیالیو د پیلولو موخه د ورزشکارانو د کچې لوړول او د اسلامي امارت د بریا نمانځل دي. د بدني روزنې او سپورت عمومی ریاست مالي او اداري رئیس ښاغلي احمد ناصر زاخیلي د دې لوبې د پیل په مراسمو کې ګډون وکړ او ورزشکارانو ته یې په خطاب کې زیاته کړه چې د دغو سیالیو ترسره کېدل او د ورزشکارانو ګډون په هېواد کې د وزن پورته کولو د پرمختګ یوه بېلګه ده. ښاغلي زاخیلي د خپلو خبرو په دوام وویل چې د افغانستان اسلامی امارت د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست او د المپیک ملي کمیټه هوډ لري چې د په ټولو ورزشونو کې د هیڅ راز مرستې ډډه ونه کړي تر څو ورزشکاران وکولی شي په بهرنیو سیالیو کې ښې پایلې ترلاسه کړي. د يادونې وړ ده، چې د سولې کپ سيالۍ د يوې ورځې لپاره په لسو وزنونو او د لوي عمر لرونکو په کټګوريو کې د ٢٠ تنو ورزشکارانو په ګډون ترسره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS