پنجشېر کې د فوټبال لومړی درجه لیګ پای ته ورسېده

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۲:۲۴
پنجشېر کې د فوټبال لومړی درجه لیګ پای ته ورسېده

د پنجشېر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز بازارک ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال لومړی درجه لیګ پای ته ورسېده.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې جوانان دره لوبډلې خپلې سیالې عقابان پریان لوبډلې ته د ۲/۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول او د غوره لوبغاړو موندل و، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۸/۸ - ۱۷:۰
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې پنځه اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۸ - ۱۶:۵۸
Background image

زابل؛ شینکۍ ولسوالۍ کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې د لوړې شینکۍ ورزشکارانو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۸ - ۱۶:۵۶
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې ۱۴ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې زړور ګام. . .

BACK TO NEWS