د سنوکر افغان لوبغاړي صالح محمد محمدي د محمد الجوکر پر وړاندې سیالي بایلوده

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۹ - ۲۲:۳۳
د سنوکر افغان لوبغاړي صالح محمد محمدي د محمد الجوکر پر وړاندې سیالي بایلوده

د افغانستان د سنوکر ملي لوبډلې لوبغاړي صالح محمد محمدي د سنوکر اتلولۍ نړۍ‌والو سیالیو په ماسټر برخه کې د متحده عربي اماراتو سیال محمد الجوکر پر وړاندې د ۴ – ۲ نمرو په توپیر سیالي بایلوده.

دغه سیالۍ د ماسټر او شپږ بالونو په دوه جلا برخو کې ترسره کېږي، چې د افغانستان په استازولۍ له لویانو څخه صالح محمد محمدي او له نویو ځوانانو څخه احمد نعمان نعمان پکې ګډون لري.

یادې سیالۍ د ۲۵ هېوادونو په ګډون د روانې میلادي میاشتې پر ۱۳مه د بحرین هېواد په کوربتوب په مانامه ښار کې پیل شوې دي او د همدې میاشتې تر ۲۵مې نېټې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۸/۸ - ۱۷:۱۲
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۵/۸/۸ - ۱۷:۷
Background image

میدان وردګ؛ سیدآباد ولسوالۍ کې د کې‌ون کېک بوکسېنګ ۴۰ ورزشکارانو ته دارتقأ کمربندونه ته ورکړل شول

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د کېک بوکسېنګ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د کېک بوکسېنګ ۴۰ ورزشکارانو ته د ارتقأ بېلابېل کمربندونه. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۸ - ۱۷:۵
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د مرکزي حوزې منتخبې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS