هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۱۰:۳۰
هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوندد فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د بړیڅ او طوفان هریرود لوبډلو ترمنځ په لومړیو کې مساوي شوه، خو په پنالټیو کې بړیڅ لوبډلې د ۵/۴ ګولونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ لوبه یې وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې بوختیا په موخه پیل شوي دي، چې درې اوونۍ به دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۱:۱
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د شاهین لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۵۹
Background image

زابل، مرکز قلات کې د ۴۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت د پاورلفټینګ او فیټنس نوی کلب پرانیستل شو

د زابل ولایت مرکز قلات ښار کې د یاد ولایت د پاورلفټنګ مسؤول استاد محمد عرفان له لوري د ۴۵ زره امریکايي ډالرو په شخصي لګښت د پاورلفټینګ او فیټنیس نوی کلب جوړ او د ورزشکارانو پرمخ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۵۷
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د کېک جیتسو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د کېک جیتسو سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې د عطأالله کلب. . .

BACK TO NEWS