هرات؛ د ورزش ادارې عمومي رئیس د فوټبال د روزونکو له B درجې کورس څخه لیدنه وکړه

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۴:۹
هرات؛ د ورزش ادارې عمومي رئیس د فوټبال د روزونکو له B درجې کورس څخه لیدنه وکړه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق، ورسره مله پلاوي ورزشي مشاور ګلاب الدین خپلواک، د نشراتو رئیس او ویاند اتل مشواڼي په هرات ولایت کې د فوټبال له بي درجې کورس څخه، چې ۱۵ ورځې وړاندې پیل شوی و، لیدنه وکړه.

دغه کورس د هرات او بادغیس ولایت د فوټبال ۲۴ روزونکو ته د ۲۰ ورځو لپاره پیل شوی، چې د فوټبال د مجرب مدرس محمد طاهر روفي له خوا یې د تدریس چارې په مخ وړل کیږي.

د دې لیدنې په پیل کې د هرات ولایت د فوټبال فدراسیون رئیس ډاکټر شاه رسول احراري د ښه راغلاست وینا وکړه، نوموړي خوښي وښوده، چې د ورزش ادارې رهبري تل د ورزشکارانو همکاري کړې په ځانګړي ډول د فوټبال لاسنیوی یې کړی. ښاغلي احراري زیاته کړه، چې همدا د ورزش ادارې همکاري ده، چې د افغانستان فوټبال له جدي ننګونو سره نه دی مخ شوی.

ورپسې مولوي احمد الله وثیق خبرې وکړې، خوښي یې وښوده، چې د فوټبال فدراسیون له ورزشي کادر سره د روزنې په سیمنار کې شتون لري، همداراز ښاغلي وثیق زیاته کړه، چې اوسمهال د فوټبال په برخه کې تر A درجې پورې کورسونه په افغانستان کې دننه ترسره کیږي، چې دا پرمختګ د ستاینې وړ دی، په پای کې نوموړي یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د ورزش اداره د خپلو امکاناتو تر کچې د ورزش او ورزشکارانو همکاري او پرمختګ ته ژمنه ده.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۸/۸ - ۱۷:۱۲
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۵/۸/۸ - ۱۷:۷
Background image

میدان وردګ؛ سیدآباد ولسوالۍ کې د کې‌ون کېک بوکسېنګ ۴۰ ورزشکارانو ته دارتقأ کمربندونه ته ورکړل شول

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د کېک بوکسېنګ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د کېک بوکسېنګ ۴۰ ورزشکارانو ته د ارتقأ بېلابېل کمربندونه. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۸ - ۱۷:۵
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د مرکزي حوزې منتخبې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS