پکتیکا؛ سروبي ولسوالۍ کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سروبي ولسوالۍ کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ماسټر ګوهر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د ارګون زلمي او ماسټر ګوهر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه ماسټر ګوهر لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو ١٢ اورونو کې یې د نهو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٤٠ منډو هدف وټاکه. ارګون زلمي لوبډلې د هدف به تعقیب کې د اوو ویکټو په زیان ١١٠ منډې وکړې او د ٢٩ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.
دا سیالۍ د ځوانانو د یووالي په موخه ترسره شوې، چې شل ورځې یې دوام وکړ.