خوست کې د بیس بال له ١٥٠ ورزشکارانو څخه د ټاکنیزې لوبډلې د ټاکلو په موخه ازموینه واخیستل شوه

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۹:۵۷
خوست کې د بیس بال له ١٥٠ ورزشکارانو څخه د ټاکنیزې لوبډلې د ټاکلو په موخه ازموینه واخیستل شوه

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د هاکي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اماني لوبغالي کې د بیس بال له ١٥٠ ورزشکارانو څخه د ټاکنیزو لوبډلو د ټاکلو په موخه ازموينه واخيستل شوه.

په دغه ازموینه کې له ١٥٠ تنو څخه ٣٥ تنه د خوست منتخبې لوبډلې او ١٥ تنه د نولس کلنو کم عمره لوبډلې ته د ټاکلو لپاره د ازموینې دویم پړاو ته لار ومونده.

ټاکل شوې، چې په لومړي پړاو کې بریالي لوبغاړي به د ازموینې په دویم پړاو کې ګډون وکړي او وروسته به بیا بریالي لوبغاړي د سويل ختيځ زون ټاکنیزې لوبډلې ته لار ومومي.

د یادونې وړ ده چې د زون په کچه ټاکل شوي لوبغاړي به د هېواد د زونونو په کچه د بیس بال ملي سیالیو کې ګډون وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۹
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د واکو کېک بوکسېنګ نوی کلب پرانیستل شو

د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د افغان سوداګر حاجي نقیب الله په مالي لګښت د ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت د واکو کېک بوکسېنګ کلپ جوړ او پرانیستل شو.

دغه کلب په یو وخت کې د ۱۰۰ لوبغاړو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۷
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې غازي لوبډلې د ۳۴ نمرو په ترلاسه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۶
Background image

لغمان؛ دولت شاه ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د مورا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS