۲۳وړ لوبغاړي د اندونیزیا پر وړاندې د فوټبال ملي لوبډلې تمرینی کمپ او لوبې ته ور وپېژندل شول.

Afzal-af
دوشنبه ۱۴۰۰/۸/۱۷ - ۹:۴۸
۲۳  وړ لوبغاړي د اندونیزیا پر وړاندې د فوټبال ملي لوبډلې تمرینی کمپ او لوبې ته ور وپېژندل شول.

د فوټبال ملي فدراسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې د روزونکي انوش دستګیرزاده په تایید سره د فوټبال د ملي لوبډلې غړي اعلان کړل.

ویس عزیزی، فیصل حمیدی، مصفطی حدید، حسن امین، داوید نجم، اسلام الدین امیری، شریف محمد، نجیم حیدری، مسیح سیغانی، میلاد انتظار، فرشاد نور، فیصل شایسته، نور حسین، اباسین علی خیل، امید پوپلزی، فرید سادات، نعیم رحیمی، مازیار کوهیار، زبیر امیری، مصطفی ځاځي، حسین زمانی، نورالله امیری و آدام نجم د هغو ۲۳ لوبغاړو په ډله کې دي چې په یوه تمریناتي کمپ کې د ګډون لپاره به په راتلونکو دوو ورځو کې د ترکیې آنتالیا ښار ته ولاړ شي.

د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به د نومبر په ۱۶ مه (د فیفا رسمي ورځ) د ترکیې د آنتالیا په ګلوبل سپور آرنا لوبغالي کې د اندونیزیا د فوټبال له ملي لوبډلې سره لوبه وکړي.

د يادونې وړ ده چې عمران حيدري، ذوالفقار نظري، جبار شيرزي او مصطفی ازادزوي به د فزيکي ستونزو له امله په دغه سفر کې له ملي لوبډلې سره نه وي، امرالدين شريفي او حميدالله وکيلي به د ويزې د ستونزو له امله له د ملي لوبډلې ملتیا ونکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۸:۳۲
Background image

زابل کې د ٢٥ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همغږۍ، د اتلتیک ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې.

دا سيالۍ په ۴۰۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۸:۳۰
Background image

کابل کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د پنګ پانګ څوارلسم پړاو سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د پنګ پانګ ملي فدراسیون له لوري او د افغان سرې مياشتې ټولنې په مالي ملاتړ د کابل ښار له تعليمي مرکزونو، موسېسو او بنسټونو د ۷۰ ورزشکارانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۸:۲۷
Background image

کابل کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د ووشو ملي فدراسیون له لوري او د افغان سرې مياشتې ټولنې په مالي ملاتړ د ياد رياست د ووشو په ورزشي جمنازيوم کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS