بامیان کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د بسکټبال سیالۍ پيل شوې

org_admin
جمعه ۱۴۰۴/۵/۱۰ - ۱۱:۴۲
بامیان کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د بسکټبال سیالۍ پيل شوې

د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د بسکټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په روح الله نیکپا ورزشي جمنازیوم کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د بسکټبال سیالۍ پيل شوې.

د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې خراسان لوبډلې خپلې سیالې اریانا لوبډلې ته د ۴۷/۲۳ امتیازونو په توپیر ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د بسکټبال لوبو ته وده ورکول دي، چې درې ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۱
Background image

ميدان وردگ کې د واليبال څلورم پړاو سيالۍ پيل شوې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ميدان ښار په سلمان فارس لېسه کې له اتو ولايتونو ۳۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال څلورم پړاو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۸
Background image

کونړ؛ منورې ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په منورې ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د تېپ پال کرېکټ سیالۍ د وصال ټایګر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۶
Background image

بادغیس؛ بالا مرغاب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.

دغه. . .

BACK TO NEWS