هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې نظامي اتلانو لوبډلې د ۳/۲ ګولونو په توپیر خپلې سیالې سبحان لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه پیل شوي دي، چې یوه میاشت به دوام وکړي.