د افغانستان د تکواندو ملي لوبغاړي محمد اشرف شکران د پاکستان د G1 نړیوالې تکواندو سیالیو

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۸/۱۷ - ۱۲:۵۹
د افغانستان د تکواندو ملي لوبغاړي محمد اشرف شکران د پاکستان د G1 نړیوالې تکواندو سیالیو

د افغانستان د تکواندو ملي لوبغاړي محمد اشرف شکران د پاکستان د G1 نړیوالې تکواندو سیالیو په لومړي پړاو کې د اووم وزن په کټګورۍ کې د دوهمې درجې لقب خپل کړ. په لومړۍ لوبه کې یې د پاکستان محمد راشد ته د ۲۵ پر صفر ماتې ورکړه، په دویمه لوبه کې یې د پاکستان محمد عدنان ته د ۳۲ پر ۲۳ په توپیر ماتې ورکړه، په دریمه لوبه کې یې د نیپال د تکواندو لوبغاړی ته ۲۰ پر ۱۶ توپیر ماتې ورکړه. په وروستۍ لوبه کې که څه هم له عمان څخه ۱۸-۱۶ مخکې و، خو په وروستۍ ثانیو کې یې رقیب درې نمری ترلاسه کړلی او په پایله کې یې وروستۍ لوبه ۱۹-۱۸وبایلله. او د سپینو زرو مډال یی خپل کړ.

افغانستان تر اوسه په ټولیزه توګه دوه د سپینو زرو او دوه د برونزو مډالونه ګټلي او نن زموږ د تکواندو لوبغاړي په درېیم، شپږم او اتم وزن کې له خپلو سیالانو سره لوبه کوی چی یقیناً د افغانستان لپاره د رنګارنګ مډالونو چانس شته. په دې سیالیو کې له ۱۵ هېوادونو څخه ۴۲۲ تکواندو ورزشکارانو د ۳۶ ټیمونو په بڼه برخه اخیستې ده چې له دی ډلې یې د افغانستان ۱۹ تکواندو ورزشکاران هم شامل دی .

د افغانستان د تکواندو فدراسیون

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS