زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ووشو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې.
د سیالیو په پای کې د استاد عتیق الله کلب لومړی او استاد نورالدین کلب دویم مقام خپل کړ.
دا سیالۍ د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې د استاد عتیق الله کلب لومړی او استاد نورالدین کلب دویم مقام خپل کړ.