د هېواد ورزش ادارې رهبري کابل کې د اندونیزیا سفارت له سفیر سره وکتل

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۲۱:۴۳
د هېواد ورزش ادارې رهبري کابل کې د اندونیزیا سفارت له سفیر سره وکتل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس، ښاغلي مولوي احمدالله وثیق او ورسره مله پلاوي کابل کې د اندونیزیا سفارت له سفیر نندا اولېسټ سره ولیدل.

په دغه لیدنه کې د هېواد د ورزش ادارې د عمومي رئیس سربېره، د دې ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ،د دفتر رئیس فضل الرحمان بري، د نشراتو رئیس اتل مشواڼي او د المپیک د اړیکو مسول ارشاد الحق صدیقي ګډون کړی و.

د لیدنې په پیل کې د اندونیزیا سفیر ښاغلي نندا اولېسټ د هېواد ورزش ادراې رهبري ته د ښه راغلاست ترڅنګ خوښي وښوده او زیاته یې کړه، چې افغانستان ته ما ډېر سفرونه کړي دي، خو د پخوا پرتله اوس وضعیت ښه دی، سرتاسري امینت دی، چې له امله یې د ورزش ترڅنګ په نورو برخو کې هم پرمختګ شوی دی.

دغه راز نوموړي وویل، خوښ یم، چې د ورزش ادارې له رهبري سره ګورم او هیله یې څرګنده کړه، چې دواړه هېوادونه د ورزش په برخه کې ګډې همکارۍ ولري او د ورزش د پرمختګ لپاره کار وکړي.

بل لور ته بیا د هېواد ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د دې لیدنې پرمهال وویل، د اسلامي امارت په بیا ځلې واکمنېدو سره په ټول هېواد کې امن راغلی دی، چې له امله یې ورزش د افغانستان ګوټ، ګوټ ته رسېدلی او د پام وړ پرمختګونه او لاسته رواړنې یې لرلې دي.

دغه راز نوموړي هیله څرګنده کړه، چې د اندونیزیا هېواد سره د ورزش په برخه کې ګډې ورزشي برنامې ولري او له یو بل سره په مشترکه توګه د ورزش د ودې لپاره کار وکړي.

د لیدنې په پای کې پر دې هوکړه وشوه، چې د دواړو هېوادونو له لوري دې په نږدي راتلونکي کې د ورزش د پرمختګ لپاره دوه اړخیزې اړیکې دوام ولري؛ همدارنګه د هېواد د ورزش ادارې له لوري د اندونیزیا سفیر ته د افغاني دود او دستور سره سم چپن د ډالۍ په ډول ورکړل شوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۱
Background image

ميدان وردگ کې د واليبال څلورم پړاو سيالۍ پيل شوې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ميدان ښار په سلمان فارس لېسه کې له اتو ولايتونو ۳۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال څلورم پړاو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۸
Background image

کونړ؛ منورې ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په منورې ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د تېپ پال کرېکټ سیالۍ د وصال ټایګر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۶
Background image

بادغیس؛ بالا مرغاب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.

دغه. . .

BACK TO NEWS