بغلان کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د شاهين لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت له مرکز او ولسواليو د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې يوه مياشت مخکې پیل شوې وې د شاهين لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې شاهين لوبډلې خپلې سیالې اق چشمه لوبډلې ته د ۳/۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټبال لوبو ته د ځوانانو هڅول او خلکو ته يوه سالمه تفرېح برابرول و؛ د سياليو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
