پکتیا کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ جوجيستو ټاکنیزې سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د جوجیتسو فدراسیون د استازولي له لوري د مرکز گردېز ښار په ورزشي سټډیوم کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د جوجیتسو ټاکنیزې سیالۍ وشوې.
دغه سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو په عمري کټگوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې لس تنه غوره ورزشکاران د یاد ولایت منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
د يادو سياليو موخه د پکتيا ولايت منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو ټاکل وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.