خوست؛ تڼيو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د تڼيو ولسوالۍ په چنار کرېکټ لوبغالي کې د اتو لوبډلو ترمنځ د "خالد تڼيوال" په نوم د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ، چې يوه مياشت مخکې پيل شوې وې د تڼيو اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د تڼيو اتلانو او ځواک کلب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه تڼيو اتلانو لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې د درېيو لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې لوبډلې ته د ۱۸۲ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې ځواک کلب لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره يواځې ۱۳۱ منډې وکړې او سيالي يې د ۵۰ منډو په توپير وبايلله.
د ويلو وړ ده، چې د دغو سياليو په پای کې لوبډلو او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
