پکتیا کې د څلورو ولايتونو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سيالۍ وشوې
د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کېک بوکسېنګ فدراسيون د استازولۍ لوري د ياد ولايت مرکز ګردېز ښار کې له څلورو ولايتونو د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ پنځم پړاو سيالۍ وشوې.
په دغو سياليو کې له لوګر، خوست، پکتیکا او کوربه پکتیا ولايتونو څخه ورزشکارانو گډون کړی و، چې په پايله کې پکتیا لومړی، خوست دويم او پکتیکا درېیم مقام خپل کړ.
دا سیالۍ د کېک بوکسېنګ برخه کې د غوره ورزشکارانو د موندلو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
