دایکندي؛ اشترلي ولسوالۍ کې د فوټسال سيالۍ د معارف قوچنقي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۴:۵۹
دایکندي؛ اشترلي ولسوالۍ کې د فوټسال سيالۍ د معارف قوچنقي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اشترلي ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د معارف قوچنقي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې معارف قوچنقي لوبډلې خپلې سیالې اتحاد تګاب لوبډلې ته د ۴/۳ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، چې يوه اونۍ يې دوام وکړ.

د سياليو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۱
Background image

هرات؛ چشت ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال دوستۍ ليګ پای ته ورسېد

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او چشت ولسوالۍ ورزشي امريت په نوښت په يادې ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال دوستۍ ليګ د جوانان پيرروزي لوبډلې په اتلولۍ پای ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۳:۴۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۱:۱۵
Background image

پکتيکا کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د سکېټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ملت پارک کې له درېيو لوبډلو ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ سيالۍ وشوې.

د يادو. . .

BACK TO NEWS