پکتیکا کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ او د محبس مسؤولينو په گډه همکارۍ د ياد ولايت په مرکزي زندان کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د محبس کارمندانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې محبس کارمندانو لوبډلې خپلې سيالې سیف الدین لوبډلې ته د ۲ پر ۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
د يادو سياليو موخه زندانيانو ته د سالمې تفريح برابرول وو، چې درې ورځې يې دوام وکړ.
