د کانګفو کوچنګ سمینار پای ته ورسید.

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۸/۲۵ - ۸:۳۶
د کانګفو کوچنګ سمینار پای ته ورسید.

د کانګفو کوچنګ سمینار پای ته ورسید.

په دغه روزنيز کورس کې له بېلا بېلو ولايتونو څخه ٤٥ روزونکي د دوو ورځو لپاره د کانګفو د نوي مقررات یي په نظري او عملي ډول د ملي المپيک کمېټې د کنفرانسونو په تالار کې زده کړل.

په دې روزنیز پروګرام کې له کابل، غزني او لوګر ولایتونو څخه ۴۵ تنو ګډون کړی و.

دغه پروګرام د کونګفو فدراسیون د تجربه لرونکو استادانو محمد صابر ساعی، حبیب الله فایزی، امین عظیمی، ډاکټر فاروق مغول‌زاده او ابو سفیان ابراهیمی تر څارنې لاندې ترسره شو.

یاد روزنیز کورس نن د لړم میاشتې په ٢٤مه د بدني روزنې او ورزش عمومي رياست د مشرتابه له خوا د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د سندونو په ورکولو سره پای ته ورسېدې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS