کاپیسا کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۲:۵۳
کاپیسا کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند البیروني پوهنتون کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د امیدهای بوستان او عقابان ګلبهار لوبډلو ترمنځ پرته له ګول وهلو صفر- صفر مساوي پای ته ورسېده.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوي دي، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۱:۳۶
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

د فوټسال له ١٨ کلنو کم عمره لوبډلې د المپیکي سیالیو نیمه پایلوبه پرتګال ته بایلوده

د فوټسال له ١٨ کلنو کم عمره ملي لوبډله د ځوانانو فوټسال ډاکار ۲۰۲۶ المپیکي سیالیو نیمه پایلوبه پرتګال ته د ٢ - صفر ګولونو په توپیر بایلوده.

افغان لوبډله به د برونزو مډال پر سر د دویمې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۱:۳۱
Background image

غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په جاغوري ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

BACK TO NEWS