کابل کې د ووشو ۶۰ لوبڅارانو ته د ظرفيت لوړونې دوه ورځنی سمينار پيل شو
د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د ووشو ملي فدراسيون له لوري د کابل ښار بېلابېلو کلبونو څخه ۶۰ لوبڅارانو ته د ظرفيت لوړونې دوه ورځنی سمينار د دې فدراسيون په عمومي جمنازيم کې پيل شو.
دغه سمينار کې به د ووشو ملي فدراسيون د سکرتر جنرال او د دې فدراسيون مشر روزنکي محمد خالد هوتک له لوري ګډونکونو لوبڅارانو ته د ووشو د فني او مسلکي موضوعاتو سربېره په ميدان کې د دوه لوبغاړو ترمنځ د سيالۍ د سم کنټرول او تخنيک اړوند موضوعات تشريح شي.
د ويلو ده، چې دغه سمينار د لوبڅارانو د فني او مسلکي پوهې او ظرفيت لوړونې په موخه پيل شو، چې دوه ورځې به دوام وکړي.
