خوست؛ تڼیو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په تڼیو کې داتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د ودان زلمیو او خاورین سټارز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه خاورین زلمیو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د نهو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٠٦ منډو هدف وټاکه. ودان زلمیو لوبډلې ټاکلی هدف د درېیوو ویکټو په زیان د لوبې په اووم اور کې ترلاسه کړ او د اوو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو لومړۍ بریا خپله کړه.
دا سیالۍ د مرحوم بسم الله جان شینواري د یاد په موخه پیل شوي دي، چې ٢٠ ورځې به دوام وکړي.
