غزني؛ اندړو ولسوالۍ کې د ۸۰ نېزه وهونکو ترمنځ د نېزه وهلو سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۱:۵
غزني؛ اندړو ولسوالۍ کې د ۸۰ نېزه وهونکو ترمنځ د نېزه وهلو سیالۍ ترسره شوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د وزلوبې، نېزه وهلو او دودیزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو د ۸۰ نېزه وهونکو ترمنځ په ۲۰ سیکشنونو کې د نېزه وهلو سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایله کې محمد انور لوبډلې د ۶۵ امتیازونو په ترلاسه کولو لومړی، سرحدي لوبډلې د ۵۶ امتیازونو په ترلاسه کولو دویم او حاجي فتح محمد لوبډلې د ۴۴ امتیازونو په ترلاسه کولو سره بیا درېیم مقام خپل کړ.

د یادو سیالیو موخه د نېزه وهلو ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۲۲:۲۶
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۲۲:۲۲
Background image

بامیان کې د ۱۴ کلنو کم عمره فوټبال لیګ سیالۍ د امید سبز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ۱۴ کلنو کم عمره فوټبال لیګ سیالۍ، چې یوه اوونۍ مخکې پیل. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۲۲:۱۹
Background image

بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې.

د دغو. . .

BACK TO NEWS