جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د ۸۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۷:۳۴
جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د ۸۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز شبرغان ښار کې له مرکز او ولسوالیو د ۸۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د دغو سیالیو په پایله کې ۴۰ کورشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې او د اتلولۍ مقامونه خپله کړل.

د یادو سیالیو موخه د کورش ورزش ته وده ورکول و؛ د سیالیو په پای کې غوره کورشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۲۵ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې اشنا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۴:۱۶
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې ۳۰۰ تنو ته د فکري روزنې سمینار ترسره شو

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د زابل ولایت مرکز قلات ښار کې ۳۰۰ ورزشکارانو او اداري کارکوونکو ته د فکري روزنې، اسلامي او عقیدتي سمینار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۴:۱۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۵ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت به امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۵ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې ۲۲ تنو خپلو پهلوانانو ته. . .

BACK TO NEWS