تخار؛ درقد ولسوالۍ کې د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۷:۳۶
تخار؛ درقد ولسوالۍ کې د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په درقد ولسوالۍ کې له مرکز او ولسوالیو د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د دغو سیالیو په پایله کې ۲۴ کورشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د اتلولۍ مقامونه خپل کړل او د یاد ولایت د کورش منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

د یادو سیالیو موخه د تخار ولایت د کورش منتخبې لوبډلې ته د غوره کورشکارانو ټاکل او د کورش ورزش ته وده ورکول و؛ د سیالیو په پای کې غوره کورشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۲/۱۵ - ۱۶:۲۰
Background image

محسن رضایي

محسن رضایي د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې یو ځلانده او با استعداده لوبغاړی دی، چې د خپلو نه ستړې کېدونکو هڅو او قوي عزم له امله یې د هېواد لپاره ستر ویاړونه راوړي دي.

ښاغلی رضایي ۱۸۴. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۹:۱۵
Background image

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال د ورزشي فعالیتونو لنډ کلنی راپور

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال د ورزشي فعالیتونو لنډ کلنی راپور

بلخ ولایت د افغانستان د شمالي ولایتونو له جملې څخه دی، چې خلک یې په لویه پیمانه له ورزش سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۳:۲۷
Background image

پکتیکا ولایت د افغانستان په سویل ختیځ کې موقعیت لري

دغه ولایت د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه یو هغه ولایت دی، چې د بېلا بېلو ولسوالیو وګړي یې له ورزش سره ځانګړې مینه لري او یو شمیر ځوانان یې په مختلفو رشتو کې په تمریناتو بوخت دي.

د دغه. . .

BACK TO NEWS