ميدان وردگ؛ چک ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د چک ولسوالۍ په عربانو دره کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د عربان يارانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې عربان يارانو لوبډلې خپلې سيالې ابکزار اتلانو لوبډلې ته د ۲ پر ۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
د يادو سياليو موخه د لوبغاړو د ظرفيت لوړول وو، چې درې ورځې يې دوام وکړ.