بلخ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د واليبال وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د چهاربولک ولسوالۍ په ايلمانو کلي کې د اوو لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ د استقلال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې استقلال لوبډلې خپلې سيالې اتحاد بلخ لوبډلې ته د ۱ پر صفر گول په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
د يادو سياليو موخه د واليبال ورزش ته د ځوانانو هڅول وو، چې يوه شپه يې دوام وکړ.