جوزجان کې د ۳۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې
د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په خانقاه ولسوالۍ کې د ۳۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې ۱۵ کورشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او د ډالیو ګټونکي شول.
د یادو سیالیو موخه د کورش ورزش ته د ځوانانو هڅول او یووالی رامنځته کول و، چې یوه شپه یې دوام وکړ.
