د غورغرختنې لوبډله د بند بایین غرونو ته وختله
د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د غرختنې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د غور نمبر یک کمپ غرختنې اته کسېزه لوبډله د بند بایین غرونو ته وختله.
یاده لوبډله د بند بایین غرونو ۳۴۰۰ متري په واټن لوړې څوکې ته وختله او موخه یې د غرختونکو لا ښه چمتووالی و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
