سرپل مرکز کې د ۳۶ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۹ - ۱۱:۱۱
سرپل مرکز کې د ۳۶ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې له مرکز او ولسیوالیو د ۳۶ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د دغو سیالیو په پایله کې د دوو جوړو لوبې مساوي او ۱۶ کورشکارانو بیا خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې او د اتلولۍ مقامونه خپل کړل.

د یادو سیالیو موخه د کورش ورزش ته وده ورکول او د کورشکارانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و؛ د سیالیو په پای کې غوره کورشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۵۳
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د قرقین آزادۍ لوبډلې په اتلولي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۲۱
Background image

دایکندي؛ اشترلي ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د اشترلي ولسوالۍ په بغل کندو سیمه کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د زړه سوی جام په نوم د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۹:۴۷
Background image

BACK TO NEWS