منچسټر سیټي د پاریس سنټ جرمن لوبډلې ته ۲-۱ ماتې ورکړه
دا لوبه چې د منچسټر سیټي په کوربه توب د اتحاد په لوبغالي کې ترسره شوه چې سیټي وتوانید د فرانسې استازي ته 2-1 ماتې ورکړي او په A ګروپ کې خپل لومړی ځای خوندي کړي.
په دې لوبه کې د کوربه لوبډلې لپاره رحیم سټرلینګ او ګابریل ژسوس یو یو ګول او د PSG یوازینی ګول يې امباپه ترسره کړ.