کابل؛ د زور خانه يي ورزشونو ملي فدراسيون ديارلس کسيزه ملي لوبډله ايران هېواد ته روانه شوه

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۱۱:۸
کابل؛ د زور خانه يي ورزشونو ملي فدراسيون ديارلس کسيزه ملي لوبډله ايران هېواد ته روانه شوه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د زور خانه يي ورزشونو ملي فدراسيون ۱۳ کسيزه ملي لوبډله ( ۱۱ لوبغاړي او يو ۲ کسیز پلاوی) د زور خانه يي ورزشونو او د پهلوانۍ غېږنيونې د اسیا اتلولۍ سياليو اووم پړاو کې د ګډون په موخه ايران هېواد ته روانه شوه.

په دغه سياليو کې به د افغانستان په استازولۍ ۱۱ ورزشکاران له ۵۰ تر مثبت ۹۰ کيلو وزني کټګورۍ په دوه جلا برخو ټيمي او انفرادي کې د خپلو سيالانو پر وړاندې د سيالۍ ډګر ته ښکته شي.

د يادې لوبډلې د مخې ښې په مراسمو کې د هېواد د ورزش ادارې عمومي رياست عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق ، د دې ادارې فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ او د نشراتو رئيس اتل مشواڼي ګډون کړی وو، چې ښاغلي احمدالله وثيق لوبغاړو ته په دغه سياليو کې د برياليتوب د دعا ترڅنګ د ډک لاس راستنيدو هيله وښوده.

د ۲۰۲۵ د زور خانه يي ورزشونو او پهلوانۍ غېږنيونې د اسيا اتلولۍ سياليو اووم پړاو لومړی پړاو به د افغانستان په ګډون د ۲۰ څخه زياتو هېوادونو ترمنځ د روان کال د اکتوبر میاشتې پر ۸مه نېټه د ايران هېواد په کوربتوب د دې هېواد په اروميه ښار کې پيل شي، چې د همدې میاشتې تر ۱۱مې نيټې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۱
Background image

ميدان وردگ کې د واليبال څلورم پړاو سيالۍ پيل شوې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ميدان ښار په سلمان فارس لېسه کې له اتو ولايتونو ۳۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال څلورم پړاو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۸
Background image

کونړ؛ منورې ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په منورې ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د تېپ پال کرېکټ سیالۍ د وصال ټایګر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۶
Background image

بادغیس؛ بالا مرغاب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.

دغه. . .

BACK TO NEWS