جوزجان؛ اقچه ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په اقچه ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې میهن کلب لوبډلې خپلې سیالې قناد کلب لوبډلې ته په پنالټیو کې د ۵/۳ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ فوټسال لوبو ته وده ورکول و، چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.