پروان؛ مرکز چاریکار کې د ۱۲ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۴:۲۷
پروان؛ مرکز چاریکار کې د ۱۲ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د اتلتیک ملي فدارسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز چاریکار ښار کې د ۱۲ ورزشکارانو ترمنځ د نویو ځوانانو او ځوانانو په عمري کټګوریو او په ۱۰۰ متري واټن کې د ځغاستې سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د دغو سیالیو په پایله کې سمیر د زیاتو امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړی، الیاس دویم او عبدالصبور بیا درېیم مقام خپل کړ.
د یادو سیالیو موخه د ځغاستې ورزش ته وده ورکول و؛ د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۲/۱۵ - ۱۶:۲۰
Background image

محسن رضایي

محسن رضایي د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې یو ځلانده او با استعداده لوبغاړی دی، چې د خپلو نه ستړې کېدونکو هڅو او قوي عزم له امله یې د هېواد لپاره ستر ویاړونه راوړي دي.

ښاغلی رضایي ۱۸۴. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۹:۱۵
Background image

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال د ورزشي فعالیتونو لنډ کلنی راپور

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال د ورزشي فعالیتونو لنډ کلنی راپور

بلخ ولایت د افغانستان د شمالي ولایتونو له جملې څخه دی، چې خلک یې په لویه پیمانه له ورزش سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۳:۲۷
Background image

پکتیکا ولایت د افغانستان په سویل ختیځ کې موقعیت لري

دغه ولایت د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه یو هغه ولایت دی، چې د بېلا بېلو ولسوالیو وګړي یې له ورزش سره ځانګړې مینه لري او یو شمیر ځوانان یې په مختلفو رشتو کې په تمریناتو بوخت دي.

د دغه. . .

BACK TO NEWS